Jan 17, 2022 12:29 Asia/Kabul
  • ملا حسن اخند: له ۵ زرو ډالرو څوک بهر ته ډېرې پيسې نه شي وړلای

د طالبانو له واکمنیدو سره افغانستان د بانکي زېرمو د کنګل کیدو او اقتصادي ناورين له کبله د نقدو پيسو له سخت کموالي سره مخامخ دی.

د کابل هوايي ‌ډګر مشر عبدالهادي حمدان وايي چې د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخند له هېواد څخه بهر ته د پيسو وړلو د اندازې په اړه حکم کړی.

د دغه حکم پر اساس، له دې وروسته څوک نشي کولای له ۵ زرو څخه ډېر ډالر له ځان سره بهر ته انتقال کړي.

ويل کيږي، چې د جمهوري نظام پر مهال د پيسو وړلو دغه اندازه ۱۰ زره امريکايي ډالره وه.

د طالبانو له واکمنیدو سره افغانستان د بانکي زېرمو د کنګل کیدو او اقتصادي ناورين له کبله د نقدو پيسو له سخت کموالي سره مخامخ دی.

د نوي حکم يو دليل هم بهرنیو هېوادونو ته د پيسو د وړلو او قاچاق مخنيوی ښودل شوی دی.

 

ټیګونه