د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې زلزله ځانی او مالی تلفات اړولې
Jan 18, 2022 12:57 Asia/Kabul
د افغانستان په بادغیس ولایت کې د زلزلې له کبله ۲۲تنه مړه شوي او زیات شمېر کورونه وران شوي دي.
په بادغیس کې د طالبانو د فرهنګي چارو د مسئول «بازمحمد سروري» په وېنا، یوازې د بادغیس ولایت د «قادس» ولسوالۍ په «بادروک» کلي ۱۵ تنه مړه شوي دي.
د هرات په ولایت کې هم ۱۲ نفر د زلزلې د امله خپل ژوند د لاسه ورکړي دي.
د دې راپور له مخي، د مرګژوبلو په هکله لا هم کره معلومات نه شته او کېدایشي د مړو او د زخمیانو شمېر نور هم زیات شي.
یاده زلزله کې له ۸۰۰ زیات کورونه وران شوي دي.
تېره ورځ د ماپښین په دوو بجو باندې د هرات او د بادغیس په ولایتونو کې د (۵.۶) درجو په شدت سره زلزله وشوه.
د طالبانو حکومت د یوې بیانیې په صادرولو سره د قربانیانو سره د غمشریکي تر څنګ له نړیوالو مرستندویو ادارو څخه غوښتنه کړې ده چي په یادو ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره مرسته کړي.