Jan 18, 2022 17:15 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې په روان کال کې پنځه سوه پنځوس ټنه خالص شات تولید شویدي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو ریس مولوي عبدالستار محمد وایي په روان کال کې په ننګرهار ولایت کې پنځه سوه پنځوس(۵۵۰) میټریک ټنه خالص شات تولید شویدي چې دتیر کال په پرتله زیاتوالی ښیې.

 د معلوماتو له مخې تیر کال په ننګرهار کې نږدې پنځه سوه میټریک ټنه شات تولید شوي و.

 د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو ریس وویل په ننګرهارکې ۶۵۰ د شاتو مچیو روزولو فارمونه فعالیت کوي چې تر څلویښت زرو (۴۰۰۰۰)زیات دشاتو مچیو کورنۍ پکې تر روزنې لاندې نیول شوي او سلګونه تنه پکې په کار بوخت دي .

مولوي عبدالستار محمد وویل په ننګرهار کې تولید شوي شات په کابل او بلخ ولایتونو کې د پلور د ثابتو څانګو په درلولو سره د هیواد ټولو ولایتونو ته صادریږي.

پر همدې مهال په ننګرهار کې دشاتو مچیو یو شمیر روزونکي وایي که له هیواده د باندې ورته د پلور بازارونه وموندل شي دوې له هیواده دباندې هم دشاتو صادرات کولای شي.

 په ننګرهار کې دشاتو د تولید کچې لوړیدل ددې لامل شوي چې دې ولایت ته د نورو هیوادونو تولید شویو شاتو د وارداتو مخه تر یو بریده ونیول شي

 

ټیګونه