ملا برادر:
د افغانستان پوهنتونونه ډیر زر خلاصیږي
ملا برادر وايي، له « شرعي اصولو» سره سم به د نارينه او ښځينه و پوهنتونونه ډیر زر بيرته پيل شي
تاندخبري سایټ لیکلي چې د طالبانو د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د دولتي پوهنتونونو له استادانو سره په کتنه کې وویل چې لوړې زده کړې د هر هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره اړینې دي او دوی ژمن دی چې له شرعي اصولو سره سم د نارینه و او ښځو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
په دې ليدنه کې د دولتي پوهنتونونو د ټولنې مشر نجيب ا... امرخېل ويلي، چې افغانستان د سيمې په کچه ډیر ښه پوهنتونونه او تجربه لرونکي استادان لري.
نوموړي د استادانو د معاشونو کموالی، د دوی د دايمي استوګنځي نشتوالی او په تعليمي نصاب کې زر زر بدلونونه، اساسي ستونزې ګڼلي دي.
د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال په دې ليدنه کې ډاډ ورکړی، چې د لوړو زده کړو بهير به ډیر زر خپل عادي وضعيت ته وګرځول شي.
بل لور ته د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په حواله ويل شوي، چې په راتلونکو لس- پينځلسو ورځو کې به تړل شوي پوهنتونونه بيرته پيل شي.