افغانستان کښې د پولیو خلاف کمپاین روان دی
د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کښې د پولیو یا د ماشومانو د ګوذڼ ناروغۍ خلاف کمپاین پیل شوی دی
د افغانستان د روغتیا وزارت مسئولین وایي، د ۲۰۲۲ میلادي کال د پولیو ضد وړومبی کمپاین له درې ولایتونو پرته په ټول هېواد کې پیل شوی او څلور ورځې به دوام وکړي.
د دغه وزارت ویاند ډاکټر جاوېد هژیر وایي، د دوشنبې په ورځ د پولیو ضد لومړی کمپاین پیل شو او ټاکل شوې چې په دغه کمپاین کې کابو ۹،۵ میلیونه ماشومان واکسین شي او درې ولایتونه غور، داکندي او بامیان د ډېرې سړې هوا له کبله له کمپاین څخه پاتې دي.
ډاکټر جاوید هژیر زیاتوي، په کندهار ولایت کښې به هم راتلونکې اونۍ د پولیو ضد کمپیاین پیل شي.
افغانستان کښې د ۲۰۲۲ میلادي کال پولیو ضد وړومبنې کمپاین په داسې حال کې پیلېږي، چې د دې کال له پيلیدو راهیسې لا په افغانستان کې د پولیو کومه مثبت پېښه نه ده ثبت شوې.
حال دا چې تېر کال په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې.