Jan 20, 2022 07:56 Asia/Kabul
  • د غزني د خبریالانو اتحادیې مرستیال اوډبول شو

د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې مسول حجت الله مجددي د پرون افغان رسنيو ته تایید کړه چې د غزني ولایت د خبریالانو ملي اتحادیې مرستیال رحمت الله مرجانخېل پرون تر غرمې وړاندې په غزني کښې د طالبانو د د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري بولل شوی او ډبول شوی دی.

هغه زیاتوي، که څه هم مرجانخېل اوس ازاد شوی، خو د امنیتي مسولینو له لوري تاوتریخوالی ورسره شوی، ان تر دې چې یو غوږ ته یې زیان هم رسېدلی دی.

حجت الله مجددي وایي، د نوموړي د نیول کېدو په اړه یې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ته هم خبر ورکړی، خو په خبره یې، تر اوسه یې د هغه د نیول کېدو په اړه جزیات نه دي تر لاسه کړي.

دی زیاتوي، لاهم معلومه نه ده چې مرجانخېل په کوم جرم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او ځورول شوی دی.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ورته پېښې رامنځته شوې دي.

د طالبانو موقته حکومت که څه هم وایي چې دوی د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دي، خو لیدل کېږي چې لاهم د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات نه دي شوي.

 

ټیګونه