Jan 20, 2022 10:57 Asia/Kabul
  • طالبان وايي اسلامي هیوادونه باید دوې په رسمیت وپيژني

زمونږ خبریال وايي په داسې حال کښې چې افغانستان په بهرنیو مرستو ولاړ دی او له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی د طالبانو رئیس الوزراء مولوي محمد حسن اخوند له مسلمانو هیوادونو غوښتي دي چې د دغه ډلې حکومت په رسمیت وپیژندي .

مولوي محمد حسن اخوند په کابل کښې یوه (۱) اقتصادي کانفرنس ته په وینا کښې وویل مسلمان هیوادونه د نورو ملکونو د انتظار باسلو پرځاې رامخکې شي او د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژندي .

هغه وویل د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو په وجه د هیواد د زر د پرمختګ کولو هیله شته .

د طالبانو رئیس الوزراء مولوي محمد حسن اخوند وویل طالبانو د سولې او د امنیت په ټینګولو سره ټول ضروري شرایط بشپړه کړي دي .

په دې سربیره د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په هیواد کښې به  د انجلیو ټول ښوونځي تر راتلونکي مارچ میاشتې پورې خلاص شي .

په ښوونځیو کښې به د انجلیو او د هلکانو لپاره بیلابیل ټولګي او کلاسونه وي .

تراوسه د نړۍ هیڅ هیواد د افغانستان د طالبانو موقته حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی .

افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی او دغه ناورین هغه وخت نور هم زیات شو چې د طالبانو لخوا د کابل له نیولو وروسته امریکا او لویدیځو هیوادونو نړیوالې مرستې بندې کړې او په خارج کښې یې د افغانستان په میلیارډونو ډالر کنګل کړل چې طالبان ورته لاسرسی ونلري .

پرون د کار نړیوالې موسسې ایي ایل او ( International Labour Organisation) وویل د افغانستان کابو پینځو لکو (۵۰۰۰۰۰) کسانو د تیر میلادي کال په اخري میاشتو کښې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او احتمال شته چې د روان میلادي کال تر نیمايي پورې د بې روزګاره شویو کسانو شمیر نهه لکو (۹۰۰۰۰۰) کسانو ته ورسیږي .

 

ټیګونه