Jan 20, 2022 15:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان د کمال خان ډیم  او د اوبو ئې د ایران په لور  پریښودل

 په افغانستان کې د ایران د سفارت مرستیال ووئيل،د افغانستان د کمال خان ډيم  دروازې یا  ورخوونه  پرانیستل شوي او  اوبه  د ایران داسلامی جمهوریت د پولو په لور خوشي شوې،چې نن سهار دغه اوبه  دایران پولې ته رارسیدلې ده .

په افغانستن کې د ایران دسفارت مرستیال سید حسن مرتضوي  د چارشنبې په ورځې  دکمال خان ډیم د ورخوونو له پرانیستل کیدا وروسته په کابل کې په یولړ څرګندونو کې  ووئیل ،تهران ته د  افغانتسان د  طالبانو دموقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست امیر خان متقي په سفر کې د ایران او افغانستان په سلامشورو سره ، د طالبانو رهبرانو  د کمال خان ډیم د ورخوونو  دخلاصولو  حکم صادر کړ او له دې وروسته  اوبه  د ایران داسلامی جمهوریت  دپولو په لور روانه شوه .

  د ایران دغه ډيپلوماټ په وینا،له دغو اوبو به  د ایران د اسلامی جمهوریت د سیستان اوبلوچستان  اوسیدونکي استفاده وکړي .د هیرمند دتړون په اساس،د هیرمند سین له اوبو دا یران ونډه  په کال کې اته سوه شل میلیون مکعب میټره او  په یوه سیکنډ کې کابو شپږویشت مکعب میټرو ته رسیږي ،چې  البته په مختلفو فصلونو او میاشتو کې  فرق کوي .

د ایران  دپولو په لور د کمال خان ډیم د ورخونو یا دریچو  پرانیستل کیدا  چې له هیرمند سین څخه په تیریدا سره د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې په هامون  جهیل ته رسیږي،د ایران او افغانستان په اړیکو کې د  یوه نوي  باب  پرانیستل حسابیږي  چې  د  دوو اړخیزو ملګرتیاؤ نوی سپرکی وړاندې کوي .

کمال خان ډ یم د افغانستان د نیمروز ولایت  له زرنج ولسوالۍ سره نزدې  او هیرمند سین په لاره کې جوړ شوی دی چې ددغه هیواد له هندوکش غرونو څخه سرچینه  اخلي .

له مشترکو اوبی سرچینو څخه د ایران  د ونډې په باب د ایران او افغانستان  ترمینځ له موافقې سره سره ، البته  په وروستیو کلونو کې  د ایران دحق آبه مووضع د دواړو هیوادونو داړیکو یو چیلنج  ؤ .

 سره له دې چې  په دغې موافقې کې افغانستان  د ایران حق آبه  ته ژمن شوی ، خو په تیرو کلونو کې دغه ژمنتیا د افغاني لورو  له خوا په بشپړ ډول اجرائي شوی نه دی .

 د ایران  او ا فغانستان د آبی موافقې په اساس ، دغه هیواد باید  د ایران  دحقابه په توګه  په یوه سیکنډ کې  دد هیرمند سین  شپږویشت مکعب میټره  اوبه په دایمی توګه د ایران په لور خوشي کړي . خو په عمل کې هیڅکله  دغه پيښه نه ده رامینځةشوي .

په تیرو دوو لسیزو کې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې  دوچکالۍ په پراختیا او دکلنیو ورښتونو له کمیدا سره په یووخت ،په وغه ولایت کې هامون جهیل  ته د هیرمند سین د اوبو د واردیدو اندازه  وار د واره کمه شوې ده .

 په افغانستان  کې په سیاسی بدلونونو سره او   دغه راز واک ته دبیرته طالبانو په رسیدا سره ، له هیرمند سینه د  ایران حق آبه  په باب ددواړو هیوادونو   دموافقې دبشپړ اجرائي کیدا لپاره د طالبانو له حکومت سره د ایران  خبرې اترې بیرته پيل شوې  او  تهران  ته د طالبانو دخارجه وزارت د سرپرست  امیر خان متقي په وروستي سفر کې  په دې باب تر ټولو وروستۍ سلامشورې وشوې چې نهایتا له دغه سفره وروسته ، د طالبانو حکومت  د ایران دپولو په لور د کمال خاان  ډیم دورخوونو د پرانیستو فیصله وکړه . 

کمال خان ډیم چې تیرمیلادي کال د اشرف غني په لاس افتتاح شوی، عمل په افغانستان کې  د هیرمند  له سینه  د ایران د حق آبه د کمیدا سبب شو .

 د کمال خان ډیم  له اوبو په ډکیدا سره دا اندیښه لازیاته شوه چې په سیستان او بلوچستان  ولایت کې هامون جهیل چې  له هیرمند سینه تغذیه کیږي ، له بشپړ وچکالۍ سره مخامخ شي .

 که څه د طالبانو د حکومت په فیصلې سره ،ایران دپولو په لور د کمال خان  ډیم ورخوونه  پرانیستل شوي ، خو دغه اندیښنه شته چې له هیرمند سینه د ایران دحق آبه  لپاره د افغانستان  له خوا محدودیّتونه بیا بیا  اعمالیږي  چې یو ځل بیا د سرحدي سیمو دابو د تامینیدا موضوع  چې ددغه سین له لارې ترسره کیږي ، له مشکل سره  مخامخ کړي . په تیره بیا دا چې که افغانستان  له هیرمند سینه د ایران حق آبه ته پابنده  نه شي، ددې له امله  د ژواک چاپيریال  او وچکالۍ  اغیزې د سیمې د هیوادونو لپاره  سرخوږی کیدلی شي .  

 

ټیګونه