د افغانستان میرمنو د حجاب او پردې ملاتړ وکړ
Jan 21, 2022 06:34 Asia/Kabul
افغان میرمنو په پلازمینه کابل کښې د مظاهرو په کولو سره له حجاب او پردې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ
د افغانستان یوشمیر میرمنو پرون په پلازمینه کابل ښار کښې د مظاهرو په کولو سره (حجاب زمونږ عزت دی)، (حجاب زمونږ زینت او ښکلا ده) او (پرده زمونږ ویاړ دی) په شان شعارونه ورکړل او په افغانستان کښې یې د طالبانو د موقته حکومت ملاتړ وکړ.
د ویلو ده چې طالبانو په دې وروستیو کښې په کابل ښار کښې د پوسټرو په لګولو سره، میرمنې د پردې او حجاب خیال ساتلو ته رابللې دي.
طالبان هڅه کوي چې د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته د ښځو د حقوقو د خیال ساتنې په هکله ډاډ ورکړي خو تراوسه نه دي توانیدلي.