طالبانو د امریکا د ولسمشر خبرو ته غبرګون ښودلی
Jan 21, 2022 12:49 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو موقته حکومت د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونو ته غبرګون وښود .
هغه وویل د افغانستان خلکو د اسلامي عقیدې د مشترکاتو او د تاریخي ویاړونو پراساس تیریګرو هیوادونو ته ماتي ورکړه او همدا اوس په یوه(۱) قدرتمن ملت د بدلیدا لپاره پیاوړي ګامونه اخلي .
د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار ډاګینه کړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن دغه څرګندونې چې افغانستان د امپراتوریو قبرستان دی په خپله د افغانستان د خلکو په اتحاد اعتراف کوي .
د امریکا پوځیان له شل (۲۰) کاله نیواک وروسته په بې شرمۍ او ماتي خوړلو سره د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې په اخر کښې له افغانستانه ووتل .
طالبانو ډلې د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې له پینځلسمې (۱۵)نیټې څخه په افغانستان کښې واک په لاس کښې اخیستی دی .