Jan 21, 2022 14:23 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د بیکارۍ په هکله د کار د نړیوالې ادارې خبرداری :-

د کار نړیوالې ادارې (International Labour Organization) په افغانستان کښې د بې روزګارۍ د بهیر د دوام په هکله خبرداری ورکړ .

د کار د نړیوالې ادارې د خبر پاڼې پراساس د افغانستان څه د پاسه نیمايي خلکو په تیرو میاشتو کښې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او دغه بهیر ټولیزې پایلې ځان پسې لري .

د افغانستان د خلکو بې روزګاره کیدل چې ښځې او سړي پکښې شامل دي له دوو(۲) موضوعګانو سرچینه اخلي .

لومړۍ(۱) دا چې طالبانو ډله د تیر میلادي کال له اګست میاشتې راهسې بیا قدرت ته رسیدلي ده او په ډیرو او په تیره بیا په هغو  کارونو یې  چې ښځې پکښې بوختې وې بندیز لګولی دی او د دطالبانو لخوا ترسره شویو سختیانو ته په پام سره دغه کارونه نور هم کم شوي دي چې پکښې د رسنیو کارونو ته هم اشاره کولای شو چې په تیرو میاشتو کښې له جدي ځوړتیا سره مخامخ شوي دي .

په افغانستان کښې د کارونو په حالت  دوهمه (۲)اغیزشیندونکي موضوع په دغه هیواد کښې په تیرو شلو (۲۰) کلونو  کښې د صنعتي او د اقتصادي بیخ بنایانو رامینځته کولو ، نوي کولو او بیا رغولو ته د نیواکګرو هیوادونو پام نه کولو ته ورګرځي چې د حکومت د له مینځه تلو سبب شو او معلومه شوه چې افغانستان هیڅ ډول اقتصادي او صنعتي بیخ بنایانې نلري .

شک نشته د کار د نړیوالې ادارې د راپور پراساس د افغانستان د نیمايي خلکو بې روزګاره کیدل ځان پسې ټولنیزې او امنیتي پایلې لري .

د قاچاق او د غلا په شان د مسائیلو په څنګ کښې د لوږې او د بې وزلۍ زیاتیدل چې په افغانستان کښې د ماشومانو د ناوړه خواړو سبب شوي دي په هیواد  کښې د بې روزګارۍ د زیاتیدا له پایلو ګڼل کیږي .

داسې حالت  چې د لویدیځو هیوادونو ټولنې نه یوازې ورته ګوري نه  بلکې امریکا د افغانستان د خلکو د شتمنیو په کنګل کولو سره د دغه هیواد د خلکو مشکلات نور پسې زیاتوي .

په همدې دلیل ملګروملتونو څه موده مخکې له امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو وغوښتل د افغانستان د خلکو د شتمنیو په ازادولو سره د دغه هیواد د کړکیچ له اساسي حل سره مرسته وکړي .

په هر حال طالبانو ډله چې ځان د افغانستان د خلکو د حالت په هکله مسول ګڼي په خپلو دریځونو او سیاستونو کښې د نرمښت په ښودلو سره کولای شی د ډیرو کارونو له فعالیدا سره مرسته وکړي او د ډیرو ځوانانو او د روزګار لرونکو کسانو د بې روزګاره کیدا د دوام مخه ونیسي .

طالبانو د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کښې له افغان کډوالو غوښتي دي چې خپل هیواد ته راستانه شي خو د دغو خلکو لپاره اساسي ضرورت د کارونو رامینځته کول دي چې د بیلابیلو صنایعو د فعالیدا په ترڅ کښې په ګاونډیو هیوادونو کښې متخصصان هم د افغانستان د صنایعو له پرمختګ سره مرستې ته  ورودانګي .

 

ټیګونه