د قندوز له جیله د زندانیانو د تیښتې ضد و نقیض خبرونه
Jan 22, 2022 10:13 Asia/Kabul
د قندوز ولایت له مرکزي زندانه د یوشمیر بندیانو د تښتیدو په هکله د یولړ رپورټونو له خپریدو سره هممهاله طالبانو ویلي چې هیڅوک په تیښته نه دي بریالي شوې
د قندوز ولایت له مرکزي زندانه د یوشمیر بندیانو د تښتیدو په هکله د یولړ رپورټونو له خپریدو سره هممهاله طالبانو ویلي چې هیڅوک په تیښته نه دي بریالي شوې
په قندوز کښې ځايي سرچینې وايي چې تیره شپه د دغه ښار له مرکزي جیل نه یو شمیر قیدیان تښتیدلي دي. د زندانیانو له تښتیدو وروسته په قندوز ښار کښې د ډزو غږونو واوریدې شول. د ځايي سرچینو په وینا په دغې پیښې کښې تقریباً شل تنه قیدیان له زندانه په تښتیدو کښې کامیاب شوي دي.
خو په عین حال کښې په قندوز کښې د طالبانو د موقته حکومت د اطلاعاتو او کلتور مشر مطیع الله روحاني وویل: تیره شپه یوشمیر زندانیانه د تښتیدو کوشش وکړ خو په تیښته بریالي نه شول.