په افغانستان کې په لسګونو داعشیان طالبانو ته تسلیم شول
د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې وګړي چې په عراق او سورئې کې ئې سپيره ماته خوړلې د خپلو اربابانو او استعماري قدرتونو په مرستې سره دخپلو موخو د اجرا لپاره افغانستان ته تللي دي .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ، د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د طالبانو دموقته حکومت د استخباراتي ادارې مشر مولوي بشیر نن سهار په یولړ څرګندونو کې ووئيل، ددغه ولایت په اوو ولسوالیو کې لږترلږه اویا داعشیان د طالب ځواکونو د سیمه ایزو سپین روبوپه وساطت سره د خپلو وسلو په سپارلو سره طالبانو ته تسلیم شول .\
په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت په خبرتیا کې وئيلی دي ، هغه داعشیان چې طالبانو ته تسلیم شي ، له عمومی بخښنې به برخمن وي .
په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا پنځه میاشتې تیریدا سره په سلګونو داعشیان طالبانو ته تسلیم شوي دي .
د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې وګړي چې په عراق او سورئې کې ئې سپيره ماته خوړلې د خپلو اربابانو او استعماري قدرتونو په مرستې سره دخپلو موخو د اجرا لپاره افغانستان ته تللي دي .