Jan 23, 2022 14:11 Asia/Kabul
  • له نړیوالې ټولنې څخه د طالبانو د ملګرتیاغوښته

د سیمې له هیوادونو سره دافغانستان سیاسی اتصال د طالبانو لپاره مهم دی او دسیمې اقتصادي اتصال هم م دومره اهمیّت لري ، چې په دې زمینې کې طالبان  مناسب پلانونه په ایجنډا کې لري.

په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت ویندوي  ذبیح ا... مجاهد په کابل کې د اقتصادي  کنفرانس په څنډې کې  په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، ددغه کنفرانس پیغام  چې  د افغانستان د ګاونډیانو او دملګروملتو د استازو په ګډون سره ترسره شو ، دا دی چې  نړۍ باید د افغانستان د ولس  د مشکلاتو دحل لپاره  د طالبانو له حکومت سره ملګرتیا وکړي .

 د طالبانو د حکومت ویندوي  له نړیوالو هیوادونو په تیره بیا  له اسلامی هیوادونو وغوښتل  د طالبانو له حکومت پهتبیره بیا په اقتصادي ډګر کې ملګرتیا وکړي ،څو  د افغان ولس مشکلات حل شي .

 ذبیح ا... مجاهد  زیاته کړې ، دسیمې له هیوادونو سره دافغانستان سیاسی اتصال  د طالبانو لپاره مهم دی  او دسیمې اقتصادي اتصال  هم م دومره اهمیّت لري ، چې په دې زمینې کې  طالبان  مناسب پلانونه په ایجنډا کې لري.

 له طالبانو ډلې سره  دملګرتیا لپاره له نړیوالې ټولنې  د دغې ډلې د  ویندوي غوښته  په افغانستان کې دطالبانو په وړاندېد بحرانونو دحل په موخې سره  ده .

پر افغانستان د طالبانو له ولکې سره په یووخت ، دامریکا حکومت  او ځينو اروپائي هیوادونو  پخپلو بانکونو کې  د دغه هیواد شتمنۍ کنګل کړي او پر ډې سربیره ،  له افغانستانه ئې خپل سفیرانو په بللو سره  له دغه هیواد سره خپلې مالي مرستې هم درولی دي .

 دې ته په پام سره  چې  دافغانستان دبودجې  څه ډپاسه  اویا فی صدي برخه ،  په بهرنیو مرستو ولاړه ده  ،دطالبانو بیرته واک ته  په رسیدا سره  له دغه هیواد سره د نړیوالو  مرستو غوڅیدا، سبب شوې څو دغه ډله ونه توانیږي ، په تیرو پنځو میاشتو کې ، د خوراکی موادو ،درملو  او سونګو په څير اساسی شیان دخپلو داخلی اړتیا ؤ په اساس  وارد کړي .

په همدې دلیل  دافغانستان ولس ، د سونکو ،درملو او خوراکي موادو له سخت کمښت سره په مخامیخدا سره ، ددغو شیانود بیّو  په اوڅاره زیاتیدا سره  مخ شوي  چې دې موضوع  دافغانستان د  ولس ژوند تر ډیره حده ترینګلی کړ ی دی . 

 ددغو شرائطو دوام لامل شوی ، څو  د ملګروملتو پشمول مختلف نړیوال اورګانونه ، د افغانستان په تیره بیا د میرمنو اوماشومانو پشمول  په میلیونونو  خلکو  د لوږې او قخطۍ سره دمخامخیدا په باب خبرداری ورکړي دي . 

د خواړو د نړیوال پروګرام  یوه مسئول مقام ډیوید زبلې  وائي ،  د افغانستان کابو نیمه آبادي له سختې لوږې له بحران سره  مخامخ دي . د افغانستان  خلک دانسان دوستۍ  سملاسي مرستو ته اړتیا لري ، او که  دغه مرسته ترسره نه شي ، نو دغه هیواد به  له یوه ستر انساني ناؤرین  سره مخامخ شي .

په افغانستان کې د خوراکی  او درملیزو موادو له سخت کمښت سره په یووخت ، په دغه هیواد کې د ژمي په رارسیدا سره  وضعیّت سبب شوی څو ددغه هیواد د ښاریز و لپاره  لازیات سخت او ترینګلي اقتصادي شرائط ملموس شي  او په همدې دلیل په وروستیو شپو ورځو کې په افغانستان کې ځيني مدني  اورګانونه ،  له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې  د سملاسي او پراخو مرستو غوښتونکي شوي دي .

د قدرت په ډګر  کې په افغانستان کې د  درستو قومونو دګډون دڅرنګوالي لپاره د پروګرام د نه وړاندې کولو او په یوه خاص تفکر باندې په تکیې سره  په واکوالۍ کې پر خپلې مخکینۍ  روَئې  باندې د طالبانو ټینګار سبب شوې څو  نړیواله ټولنه  په دغه هیواد کې د طالبانو د  حاکمیّت په رسمي توګه د نه پیژندلو لپاره  پخبلې فیصلې کې  دبیا کتنې لپاره هیڅ بیړه  ونه لري .

په لویدیځي هیوادونو کې دا تصور شته چې له افغانستان سره هرډول مرستې  چې د طالبانو دحاکمیّت د اعمالولو لپاهر  ددغې ډلې د چیلنجونو دکمیدا سبب  شي ،ممکنه ،د ډيموکراسۍ او جمهوریت  ، له اوسنیو شرائطو څخه لازیات پیکه  او کم رنګه کړي .

 

ټیګونه