ناروې کښې د افغانستان په اړه درې ورځنۍ خبرې پیل شوې
دې خبرو ته د افغانستان په استازیتوب د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی تللی دی
د ناروې په مرکز اسلو ښار کښې د افغانستان پر اوسني بشري حالت د لویدیځو حکومتونو له چارواکو او د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره خبرې د یکشنبې په ورځ پیل شوې دي.
دې خبرو ته د افغانستان په استازیتوب د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی تللی دی.
«اسوشیټیډ پرېس» خبري اژانس وایي، ټاکل شوې چې د دغو خبرو پر لومړۍ ورځ له افغانستان څخه تللی پلاوی د مېرمنو د حقونو له فعالینو او نورو کسانو سره په افغانستان کې د مېرمنو پر حالت او بشري حقونو خبرې ولري.
له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي وو چې ناورې هېواد ته سفر به یې له لاسته راوړنو ډک وي او پر مهال به یې د اروپایي ټولنې، امریکایي استازو او یو شمېر افغانانو سره ناستې ترسره کړي.
ده هیله څرګنده کړې چې دا ډول سفرونه به له نړۍ سره د مثبتو اړیکو درلودو په برخه کې ښه رول ولري.
د یادولو وړ ده چې واک ته له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو پلاوی پلاوی اروپا ته سفر کوي.
له دې وړاندې د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوی روسیې، ایران، تاجکستان، پاکستان او چین هېوادونو هم تللی و.