طالبان کم عمره کسان له خپلو لیکو باسي
Jan 24, 2022 13:22 Asia/Kabul
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت له دوی غوښتي، چې له خپلو لیکو څخه کم عمره کسان تصفيه کړي.
د طالبانو د دغه وزارت د منکراتو د ادارې رييس مولوي راز محمد دا غوښتنه د طالبانو د «دارالامان» لېوا له یوه کنډک څخه د لیدنې پر وخت کړې ده.
نوموړي دا هم ويلي، چې د دوی وزارت به له دې پلوه د طالبانو د ليکو د تصفيې په برخه کې ګامونه واخلي.
د طالبانو په لیکو کې د کم عمره کسانو موجوديت له پخوا څخه د يوې ستونزې په توګه يادېده.