Jan 25, 2022 10:53 Asia/Kabul
  • تر پسرلي پورې دې  ښوونځي پرانیستل شي

د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي چې راتلونکی پسرلی باید د ښوونځیو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستې وي.

ډیلی مسیر لیکلي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي چې دوی د یوه پیاوړي افغانستان لپاره هڅې کوي او په خبره یې تمه لري چې ژر دلته دایمي ثبات او یو پیاوړی ټولشموله حکومت جوړ شي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دوی له نوي حکومت سره کار نه کوي او په خبره یې دی او ډاکټر عبدالله عبدالله نه د واک غوښتونکي دي او نه به په دې اړه کوم وړاندیز ومني، ځکه چې دوي په کافي اندازه په حکومت کې کار کړی دی او ښه به وي چې نوو او موثرو څېرو ته فرصت برابر کړل شي.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې راتلونکی پسرلی د ښوونځیو دروازې پرانیستې غواړي. د ده په خبره ستره هیله او مهمه غوښتنه یې دا ده چې راتلونکی پسرلی د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستې وي او د افغانانو اولادونه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

 

 

ټیګونه