یونیسف یوځل بیا د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ خبرداری ورکړ
د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ د بسپنې (یونیسف) د عامه اړیکو مسئول، په افغانستان کښې د ماشومانو د خوارځواکۍ په هکله خبرداری ورکړ
پراوران مهات چې افغانستان ته تلی دی، په کابل کښې د یو روغتون له کتنې وروسته د ټویټري پیغام له لارې له افغان ماشومانو سره د سمدستي مرستې غوښتنه وکړه
هغه د خپلو ماشومانو له خوارځواکۍ څخه د کورنیو اندیښنو ته په اشارې سره، له ټولو مرستندویه ارګانونو وغوښتل چې په افغانستان کښې د ماشومانو د خوراک د کمي د خطر د ختمولو په موخه، له دغه هیواد سره خوراکي او درملیزې مرستې زیاتې کړي.
د یونیسف دغه چارواکي په خپلو پیغام کښې ولیکل: افغان ماشومان هم دا اوس فوري مرستو ته اړتیا لري.
تیره اونۍ د ماشومانو د ژغورنې کمیټې هم خبرداری ورکړی و چې که افغانستان ته سمدستي مرستې ونه لیږدول شي نو په دغه هیواد کښې به ۱۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ سره سخت خطر سره مخامخ شي.
دا په داسې حال کښې دي چې امریکې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د دغه هیواد شتمنۍ کنګل کړې دي او اقتصادي کړکیچ یې رامینځته کړی دی. د افغانستان د خلکو له اعتراضونو او د نړیوالو له غوښتنو سره سره، امریکا تیاره نه شوه چې د افغانانو شتمني آزاده کړي.