د ایران او د طالبانو چارواکو د تجارتي اړیکو د پراخولوغوښتنه وکړه
زمونږ خبریال وايي د طالبانو د تجارت وزارت د سرپرست او د ایران د سفیر د مرستیال په کتنه کښې د افغانستان او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د تجارت د پراختیا د لارو چارو په هکله بحث او د نظرتبادله وشوه .
د طالبانو د تجارت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر له مرستیال سید حسن مرتضوي سره کتنه وکړه .
دواړو لورو په دغه کتنه کښې دتجارتي اړیکو ، د تجارتي معاملاتو، د افغانستان تاجرانو ته د ویزو د ورکولو ، ګمرګ یا کسټم ته په اړونده مسائیلو او د افغانستان د تاجرانو او د خصوصي برخې د مشکلاتو په هکله د نظر تبادله وکړه .
عزیزي هم په دغه کتنه کښې وویل د سرحدي تجارت د مشکلاتو د سمدستي حل لپاره سرحدي کمیټه جوړه شوي ده چې د تجارتي اړیکو د سویې په لورتیا کښې مهم اغیز لري .
همدا اوس د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان تر ټولو ستر تجارتي شریک دی او د دواړو هیوادونو د تجارتي مبادلاتو اندازه په کال کښې څه د پاسه درې (۳) میلیارډه ډالرو ته رسیدلي ده .
سره له دې د افغانستان او د ایران ډیرو ګډولو ته په پام سره د اقتصادي مبادلاتو د اندازې د زیاتولو لپاره زیات ظرفیتونه شته .