Jan 26, 2022 06:41 Asia/Kabul
  • د طالبانو د صنعت وزیر کابل کښې د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل

په کابل کښې د ایران د سفیر مرستیال د طالبانو د حکومت د صنعت له وزیر سره ملاقات کړی دی

په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د صنعت وزیر نورالدین عزیزي پرون په کابل کښې د ایران د سفیر له مرستیال سید حسن مرتضوي سره کتنه او خبرې اترې کړې دي.

په دغه ملاقات کښې دواړو لورو د خپل مینځي سوداګري او اقتصادي اړیکو په پياوړتیا او د صنعت او تجارت په برخه کښې د ملګرتیاؤ په زیاتولو باندې ټینګار وکړ.

عزیزي په دغه ملاقات کښې وویل چې سرحدي کمیټه، د سرحدي تجارت د ستونزو د سمدستي هواري په موخه جوړه شوې چې د سوداګري اړیکو د سویې په لوړولو کښې مهم رول لري.

د طالبانو د صنعت وزیر افغانستان ته له ایران څخه د ډیزلو په انتقال کښې د اسانتیا رامینځته کولو د قدرونې په ترڅ کښې، د سونګو او انرجۍ د انتقال په برخه کښې د دواړو هیوادونو د لازیاتې ملګرتیا غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه