طالب قومندان د لویدیځ حکومت پلویان په ناامنۍ رامینځته کولو تورن
Jan 26, 2022 07:53 Asia/Kabul
د طالب ځواکونو قومندان مولوي عطاءا... په افغانستان کښې د یو لویدیځ حکومت د جوړیدو پلوي بدغواړي، په هیواد کښې ناامنۍ رامینځته کولو لپاره په هلوځلو تورن کړي دي
د طالب ځواکونو قومندان مولوي عطاءالله په افغانستان کښې د یو لویدیځ حکومت د جوړیدو پلوي بدغواړي، په هیواد کښې ناامنۍ رامینځته کولو لپاره په هلوځلو تورن کړي دي
د طالبانو د ۲۰۹ قول اردو قومندان مولوي عطاء الله عمري وویل: کوم کسان چې غواړي د امنیت په خرابولو سره د طالبانو د حکومت په وړاندې اودریږي، له ماتې سره به مخامخ شي.
عمري د چا له نوم اخیستو پرته وویل: کوم خلک چې د جنګ او ناامنۍ لپاره کوشش کوي هغوي له لویدیځو حکومتونو څخه د یو رامیځته شوي حکومت پلویان دي.