د افغانستان طالبانو امریکا ته خبرداری ورکړ
زمونږ خبریال وايي د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وايي که چیرې امریکا زمونږ د حکومت په رسمیت له پيژندلو ډډه وکړي د واشنګټن پرضد ګواښ ته به دوام ورکړو .
سراج الدین حقاني «الجزیرې» ټیلي ويژن ته وویل که چیرې امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژندي د واشنګټن پرضد ګواښ به له سره پیل شي .
هغه وویل امریکا د طالبانو د حکومت په رسمیت له پيژندلو په ډډه کولو سره د افغانستان د خلکو پرضد د دښمنۍ دروازې په بشپړه ډول خلاصې پرانیزي .
د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دغه ډلې په وړاندې د امریکا په سیاست باندې نیوکې سره وویل واشنګټن له مونږ سره د نړیوالې ټولنې د تعامل خنډ شوي ده او دغه کار د منلو وړ نه دی .
د سراج الدین حقاني دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې نړۍ هیوادونو د طالبانو په رسمیت د پیژندلو لپاره یوشمیر شرطونه کیښودلي دي لکه د ټول ګډونه حکومت جوړول ، د ښځو د حقوقو په شمول د بشري حقوقو رعایتول ، له ترهګرۍ سره مبارزه ، د طالبانو په وړاندې د القاعده په شان له ترهګرو ډلو سره د ملګرتیا غوڅول .