Jan 26, 2022 15:00 Asia/Kabul
  • افغانستان ته استول شوي ډالر د لاسپوڅو جیبونو ته ورغلي

اوا خبري اژانس وايي افغانستان ته استول شوي په میلیارډونو ډالره د امریکا د فاسدو لاسپوڅو جیبونو ته ورغلي دي .

په ملګروملتونو کښې د روسیې نمایندګۍ په تیر یوه(۱) کال کښې د افغانستان په ارتباط د امریکا د خوځښتونو په هکله په ملګروملتونو کښې د امریکا د نمایندګۍ اطلاعیې ته په غبرګون کښې وویل د یوه(۱) بریالي سیاست په توګه په افغانستان کښې د خپل سیاست د وړاندې کولو لپاره د امریکا د حکومت هڅې له حد څخه زیات ریاکارانه دي .

په ملګروملتونو کښې د روسیې د نمایندګۍ د اطلاعیې پراساس په افغانستان کښې د امریکا د ځواکونو او د هغه د متحدانو د شل (۲۰) کلن شتون نتیجه نه یوازې بریالیتوب نه ګڼل کیږي بلکې د افغانستان د خلکو د نن ورځې د مشکلاتو عامل هم دی .

په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمي نمایندګۍ جوته کړه امریکا له ترهګرۍ سره د تش په نامه د مبارزې په ځانګړي ماموریت سره افغانستان ته ورغله خو په حقیقت کښې افغانستان ته د امریکا په ورتلو سره د نشه ییزو موادو او د ترهګرۍ د مرکز په توګه د هغه د ځایګي له پیاوړتیا سره مرسته وکړه .

د روسیې نمایندګۍ زیاته کړه د نړیوالې ټولنې په میلیارډونو ډالره د افغانستان د بیا ابادونې په پروژو باندې د لګیدا پرځاې د امریکا د فاسدو لاسپوڅو کسانو جیبونو ته ورغلي دي .

په ملګروملتونو کښې د روسیې نمایندګۍ وویل د قطر په دوحې کښې له طالبانو سره د امریکا د جلا خبرواترو نتیجه واک ته د دغه ډلې رسیدل او له افغانستان څخه په غیر مسولانه ډول د امریکا د ځواکونو وتل او په نهایت کښې د افغانستان د خلکو د نن ورځې د کړاونو زیاتیدل وو .

 

ټیګونه