Jan 26, 2022 15:21 Asia/Kabul

زمونږخبریال وايي ننګرهار امنیه قوماندان شیخ ندامحمدنادم په جلال اباد کې د پولیسو د روزنیز مرکز څخه د لومړۍ دورې فارغیدونکو پولیسو دفراغت په مراسمو کې وویل

دا پنځه سوه(۵۰۰) طالبان چې په لومړي ځل یې په دې مرکز کی روزنه ترلاسه او پولیسي یونیفورم کې به د پولیسو په لیکو کې چوپړ کوي په څلورو(۴) ولایتونو ننګرهار، کونړ نورستان او لغمان کې به د دولتي ادارو د ساتنې تر څنګ په دغو ولایتونو کې د  لویو لارو امنیت هم خوندي کوي .

 شیخ ندامحمد نادم وویل دا روزل شوي پولیس به دغه په ښارونو کې د پلټنې په مرکزونو کې هم دنده تر سره کوي.

 د ننګرهار امنیه قوماندان روزل شویو طالب پولیسو ته وویل تاسو ته په هغه ځایونوکې دنده درکول کیږي چې له ولسي خلکو  سره مو سروکار دی . نوموړي دغو روزل شویو ځواکونو ته ولسي خلکو سره د  ښه سلوک او چلند ټینګه سپارښتنه وکړه.

په ننګرهار کې په لومړي ځل وروسته له هغې روزل شوي طالبان په پوځي یونیفورم سمبال پر دندو ګومارل کیږي چې پر طالب مشرانو په دولتي ادارو او له عامو خلکو سره د مخامخیدونکو طالبانو لپاره د ځانکړې یونیفورم او پوځي مسلکې روزنې دنه ورکړې له امله نیوکې ډیرې شوې وې.

 

ټیګونه