د افغانستان طالبان له خلکو ډوډۍ راغونډوي
Jan 27, 2022 05:01 Asia/Kabul
د افغانستان د بغلان ولایت ځايي سرچینې وايي طالبان د ولایت په ټولو سیمو کښې د خپلو ځواکونو لپاره ډوډۍ له خلکو څخه راغونډوي .
د افغانستان د بغلان ولایت یوشمیر ښاریزو له «اوا »خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل له اندراب ولسوالۍ پرته د بغلان ولایت په ټولو سیمو کښې خلک مجبوره دي چې طالبانو ته مفته ډوډۍ ورکړي .
دغه راپور وايي د بغلان ولایت په ډیرو سیمو کښې کورنۍ د طالبانو د شمیر په اندازه هر ډول ډوډۍ چې لري یې باید په نوبت سره د طالبانو ځواکونو ته ورکړي او دغه چارې د سیمې د بې وزله خلکو مشکلات نور هم پسې زیات کړي دي .
دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکې د افغانستان د بلخ او د تخار ولایتونو ښاریزو د طالبانو لخوا له دوې څخه د ډوډۍ او د پیسو د راغونډولو په هکله شکایت کړی و .