په بغلان کې بیا طالبان او عام خلک سره ښکر په ښکر شول
Jan 27, 2022 12:09 Asia/Kabul
په بغلان ولایت کې په خوست ولسوالۍ کې په دره چرخ او فک کلي کې ددغې جبهې د ځواکونو پرپر یوه مرکز طالبانو برید کړی چې د دواړو لورو د ښکیلیدا سبب شوی .
زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د مخالفې جبهې یوه مسئول مقام شریف ا... سنګین پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، په بغلان ولایت کې په خوست ولسوالۍ کې په دره چرخ او فک کلي کې ددغې جبهې د ځواکونو پرپر یوه مرکز طالبانو برید کړی چې د دواړو لورو د ښکیلیدا سبب شوی .
شریف ا... سنګین زیاته کړې ده ، په دغو نښتو کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو د مخالف لوري دوو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي .
د خبر ترمخابیره کیدا پورې په دغو نښتو کې د طالبانو دموقته حکومت د ځواکونو د احتمالی مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئيل شوي.