Jan 27, 2022 16:05 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان فراه ولایت او پوله ایزو سیمو ته بریښنا ورکوي

د ایران  په ختیځّ کې خراسان جنوبی ولایت ، له افغانستان سره  درې سوه یو دیش ګډه پوله لري  او  د افغانستان  فراه ولایت او ابونصر فراهي ګمرکات   په خراسان جنوبی  کې له سربیشه ولسوالۍ سره  همپوله ولسوالۍ دي  

 

 زمونږخبریال راپور راکړ  دایران دخراسان جنوبی والي   جواد قناعت  نن  دخراسان جنوبی  په ماهیرود سرحدي سیمې کې  د افغانستان د  فراه له والي  ملا نور محمد روحاني سره  په یوې ګډې غونډې کې  ووئيل ،  د ایران دغه ولایت د ماهیروز  په سرحدي  پولې کې  د پایپ لاین له لارې  افغانستان ته د سونګو د صادراتو او  د ټینکرو د جوړولو لپاره  تیار دی .

 دخراسان جنوبی والي  د سونګو، خوراکي موادو او د ودانیو د مصالو پشمول افغانستان ته د خراسان جنوبی د درستو صادراتي شیانو پر سټینډرډ والي باندې په ټينګار سره  روښانه کړه ،  خراسان جنوبی ولایت   له ګاونډیو او دوستو هیوادونو په تیره بیا  له افغانستان سره  د اقتصادي ،تجارتي او کلتوري  ملګرتیاؤ دپراختیا  لپاره تیار دی ، په همدې خاطر  دخراسان جنوبی سرحدي ولایت  د اقتصادي ډ يپلوماسۍ  د پراختیا په لړ کې  ځيني پروګرامونه او اقدامات ترسره کړي دي .

د ایران  په ختیځّ کې خراسان جنوبی ولایت ، له افغانستان سره  درې سوه یو دیش ګډه پوله لري  او  د افغانستان  فراه ولایت او ابونصر فراهي ګمرکات   په خراسان جنوبی  کې له سربیشه ولسوالۍ سره  همپوله ولسوالۍ دي  

 

ټیګونه