Jan 28, 2022 05:56 Asia/Kabul
  •  د افغانستان په اوسني حکومت کښې د مخکيني حکومت د چارواکو شتون امکان نۀ لري

په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت وياند په اوسني حال کښې په دغه حمت کښې د مخکيني حکمت د چارواکو شاملول امکان نه لرونکې چاره وبلله.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې ذبيح ا... مجاهد پرون وويل، که د طالبانو د حکومت له ټول شمول والي څخه د هېوادونواو نړيوالې ټولنې مراد د هغوکسانو راستنول دي چې شل کاله يې حکومت وکړ د افغانستان د خلقو د خوښې په خلاف غوښتنه ده.

د مجاهد دغه څرګندونې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د وروستۍ غونډې په ردعمل کښې دي چې په دغه غونډه کښې اکثرو وېناوالو د پراخ بنسټه او ټول شموله حکومت د تشکيلولو غوښتنه وکړه.

 

 

ټیګونه