Jan 28, 2022 13:38 Asia/Kabul
  • ټول شموله حکومت؛ له طالبانو څخه د هند او د مرکزي اسیا د هیوادونو غوښتنه

پرون د هند او د مرکزي اسیا د پنځو هیوادونو مشرانو په یوه ګډه غونډه کې په افغانستان کې د بشري بحران او د رسمیت پېژندنې لپاره د طالبانو د حکومت غوښتنې د څېړلو په ترڅ کې، د یوې ټول شمولي ادارې د جوړېدو په ضرورت تاکید وکړ.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په یوې انلاین غونډه کې د افغانستان په هکله د تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان د رهبرانو د خبرو اترو مشري وکړه.

د دغو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د روان بشري بحران د مخنیوي لپاره د یوې ګډې کاري ډلې په جوړولو او د طا لبانو د حکومت د رسمي پېژندلو پر موضوع باندې په بحث کولو توافق وکړ.

د یادي غونډي په بیانیه کې راغلې چې په افغانستان کې د یو پراخ او ټولشموله حکومت د جوړېدو، ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې، د بشر، ښځو او اقلیتونو د حقونو د ساتلو په اړه سیمه ییزه اجماع موجوده ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي رینات ساندو وویل چې هند او د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو مشرانو د هند د چابهار بندر د پراخولو لپاره د یوې بلې کاري ډلې په جوړولو هم موافقه وکړه چې په وچه کې ایسار سیمه ایز هېوادونه اوبو ته لاره ومومي.

 

ټیګونه