Jan 29, 2022 06:20 Asia/Kabul
  • د افغانستان کرکټ لوبډله سریلانکا ته د ماتي په ورکولو نیمه پای لوبې ته ووته

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹کلنو کم عمره لوبډله د نړیوال جام په کوارټر فاینل کې د سریلانکا لوبډلې سره مخ شوه او د سریلانکا لوبډلې ته یې د څلور منډو په توپیر ماته ورکړه.

لومړۍ توپوهنه د افغانستان د کرکټ تر ۱۹کلنو کم عمره لوبډلې پیل کړه چې د ټولو لوبغاړو په زیان سره یې یوازې ۱۳۴منډې وکړې او سریلانکا لوبډلې ته یې د ۱۳۵منډو هدف ورکړ.

په ځواب کې د سریلانکا تر ۱۹ کلنو کم عمر ځوانانو یوازې ۱۳۰ منډې وکړې او د څلور منډو په توپېر یې ماتې وخوړه.

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ تر ۱۹کلنو کمره لوبډله د نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې له انګلستان لوبډلې سره مخ شي، چې یاده سیالۍ به د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه به ترسره شي.

 

ټیګونه