Jan 29, 2022 10:07 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت چارواکي وایي نیول شویو کسانو دا وسلې ګاونډی هیواد پاکستان ته لیږدولې .

د ننګرهار د والي  د ویندوې له دفتره رسینو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې موظفو طالبانو د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې درې(۳) تنه د اته میله ایم شپاړس ډوله دولتي وسلو د قاچاق په تور نیولي دي .

په خبر پاڼه کې راغلي چې نیول شویو کسانودا وسلې په دوه(۲) بېلابېلو موټرو کې کیښودلي وې  او په خپلو لومړنیو څرګندونو کې یې ویلي چې دا وسلې یې ګاونډي هیواد پاکستان ته لیږدولې.

 د ولایت د  ویندوې له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي کسان تر توقیف او پوښتنو ګرویګنو لاندې دي او زر به یې دوسيې دوروستیو کړنو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته واستول شي .

په خبرپاڼه کې دغه راز د دولتي وسلو او پوځي تجهیزاتو قاچاق وړونکو ته ګوت څنډنه شوې چې د نیول کیدو په صورت کې به له خورا سخت چلند سره مخامخ شي.

په ننګرهار کې داسی مهال د دولتی وسلو د قاچاق په تور کسان نیول کیږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هم ګاونډي هیواد پاکستان ته د دولتي وسلو او پوځي تجهیزاتو دقاچاق خبرونه ورکول کیږي.

Image Caption

 

 

ټیګونه