Jan 29, 2022 10:16 Asia/Kabul

زمونږخبریال وايي د مرسته کوونکو لاسونو په نوم خیریه ټولنې په مرسته د ننګرهار ولایت د بېلابېلو سیمو دوه سوه درې دیرش(۲۳۰) تنه چې میرمنې هم پکې دې تر لازمې مودې حرفوي زده کړو وروسته فارغ او د فراغت پر سندونو سربیره یې کارې وسایلو هم ترلاسه کړل.

د  یادې ادارې استازي د دغو روزل شویو کسانو د فراغت پرمهال وویل دوې ته د جامو ګنډولو،سلمه دوزې او چرګانو روزلوپه برخه کې روزنه ورکول شوي  او د همدې کسبونو اړوند کاري وسایل هم ورکول شول چې پر وینا یې پر دې وسایلو به خپل کارونه مخته بیایي .

د  ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریس قاري محمد حنیف له  یادې مرسته کوونکې ادارې  څخه  د مننې تر څنګ پر نورو مرسته کوونکو ادارو هم غږ وکړ چې په دې تنګلاسې کې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي او هغوې ته د کاراو ډوډۍ پېدا کولو لارې چارې وروښایي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي. د اطلاعاتو او کلتور ریس دغه راز د  روزل شویو کسانونه هم وغوښتل چې له ترلاسه کړیو زده کړو او وسایلو نه سالمه ګټه پورته کړي او دخپلې کورنۍ د  اقتصاد په پیاوړې کولو کې ونډه واخلي.

 په ننګرهار ولایت کې دا شمیر میرمنې او نارینه داسې مهال حرفوي زده کړې او دکار وسایل ترلاسه کوي چې په دې ګڼ میشته ولایت کې د بیکارۍ کچه ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو ده او دډیری کورنیو ښځې او ماشومان په بازار کې سوال کولو ته هم اړ شویدي.

Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه