Jan 29, 2022 12:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان له ۱۹کلنو کم عمره لوبډله د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ورسیدله

د افغانستان د کرکټ له ۱۹کلنو د کم عمر لوبډله پرون د نړیوال جام په کوارټر فاینل کې د سریلانکا لوبډلې سره مخ شوه او د سریلانکا لوبډلې ته یې د څلورو منډو په توپیر ماته ورکړه

د افغانستان رسنیو لیکلي چې د کرکټ د ۱۹ کالو د کم عمر د شل اووریزو سیالیو په لړ کښې په ترسره شوي کوارټر فاینل لوبه کښې  لومړۍ توپوهنه د افغانستان لوبډلې پیل کړه چې د ټولو لوبغاړو په زیان سره یې یوازې ۱۳۴منډې وکړې او سریلانکا لوبډلې ته یې د ۱۳۵منډو اسان هدف ورکړ.

خو په ځواب کې د سریلانکا تر ۱۹ کلنو کم عمر ځوانانو یوازې ۱۳۰ منډې وکړې او د څلور منډو په توپېر یې ماتې وخوړه.

د افغانستان لپاره عبدالهادي ۳۷ منډې وکړلې چې تر ټولو لوبغاړو ډیرې وې. ځوان لوبغاړي نور احمد ۳۰ منډې وکړلې چې د همدې لوبغاړو د منډو له کبله افغانستان وکړی شوی د سریلانکا لوبډلې ته نسبتاً ښه هدف ورکړي.

د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی نور احمد شو.

نوموړي په لس اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې  او دوه مهم لوبغاړي یې وسوځول.

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ تر ۱۹کلنو کمه لوبډله د نړیوال جام په نیمه پای لوبه یا سیمي فاینل کښې د انګلستان له لوبډلې سره مخ شي، چې یاده سیالي به د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره شي.

 

ټیګونه