Jan 29, 2022 14:08 Asia/Kabul
  • دطالبانو موقت حکومت دافغانستان په سرحدي سیمو د ترهګرو ډلو دشتون په اړه دپاکستان ادعاوی رد کړې

زمونږ خبریال وايي د طالبانو د موقت حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي نن رسنیو سره د خبرو پرمهال د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ویلې یې و له شک پرته د افغانستان په سرحدي سیمو کې لاهم ترهګرې ډلې شتون لري چې دا ډلې تر ډیره د پاکستان امنیت ته ګواښ دې .

ښاغلي کریمي ویلي اسلامي امارت د اففانستان پر ټوله جغرافیه بشپړ واک لري او هیڅ  چاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو په ځانګړې توګه ګاونډیو هیوادونو پر خلاف وکاروي.

 بلال کریمي ویلي  چې په پاکستان کې د نا امنۍ وروستۍ پېښې د پاکستان حکومت د کړنو پایلی دي .

 د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار وروسته له هغې دا څرګندونې کړي چې ویل کیږي د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د افغان طالب چارواکو تر منځ د روغې جوړې خبرې ناکامه او د دواړو لورو تر منځ ټینګ شوی اوربند ونه غزیده خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید بیا ویلي چې له پاکستاني طالبانو سره یې ځکه خبرې  وځنډولې چې هغوې د ډیورنډ په رسمیت نه پیژنده او پر پوله د غزیدلي اغزن تار مخالفت کاوه .

 

ټیګونه