Jan 29, 2022 14:47 Asia/Kabul

دچارواکو پر وینا چې په علمي مرکزونو کې ددې چارې دترسراوي لپاره لازمې وړتیاوي له وړاندې موجودې دي.

د طالبانو د موقت حکومت د لوړو زده کړو مرستیال وزیر ډاکتر لطف الله خیرخوا چې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د دوکتورا برنامې د پخواني استاذ ډاکتر غلام قادر سلیمان یادغونډې ته یې وینا کوله وویل  لوړو زده کړو وزارت ته جوته شوې چې په علمي مرکزونو کې د پرمختګ او علمي کچې د لوړاوي لپاره وړتیاوې موجودي دي.

 نوموړي وویل همدې وړتیا و ته په پام سره دلوړو زده کړو وزارت پر ځینو پروګرامونو کار کوي چې تر مخه به یې په افغانستان کې علمي مرکزونه خپل پخواني برم ته وروګرځي. ډاکتر خیرخوا وویل دهیوادځینې علمي مرکزونه د سیمې او نړۍ دډیرو هیوادونو درامنځته کیدو په پرتله لرغونی تاریخ لري چې پر وینا یې یو(۱) له دغو علمي مرکزونو څخه د ننګرهار پوهنتون دی .

هغه د دې پوهنتون له استاذانو او کارکوونکو وغوښتل چې لاسونه سره ورکړي او د علمي پنځونو پر مټ دا پوهنتون خپل پخواني برم ته وروګرځوي. نوموړي دغه راز وویل چې په کابل کې یې د افغان امریکا پخواني پوهنتون نوم په افغان نړیوال پوهنتون اړولی او ډیر زره به پکې د طب،انجنیرۍ او اقتصاد په څانګو کې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې پېل شي .

د  لوړو زده کړو مرستیال وزیر دغه راز وویل په تېرو څلورو (۴)لسیزوکې افغان ولس ډیرې ستونزې وګاللې خو ددې ټولو ناخوالو سره یې عالمان او اتلان وزیږول.

د ده پر وینا افغان د نړۍ یو (۱)ژوندی ملت دی او هیڅوک دې ورته د لویدلي ملت په سترګه نه ګوري . ډاکتر خیرخوا وویل داسلام مبارک دین ټولنې ته د عالمو شخصیتونو په وړاندې کولو کې دنورو ټولو ادیانو په پرتله پیشقدمه دی او په دې برخه کې هیڅ سیال نه لري .

د  طالبانو د موقت حکومت د لوړوزده کړو مرستیال وزیر داسې مهال د علمي مرکزونو پخواني برم ته د ورګرځولو خبره کوي چې په افغانستان کې واک د طالبانو تر رسیدو وروسته چې خواوشاه پنځه (۵)میاشتې تېریږي لاهم د دولتي علمي مرکزونو دروازې د نجونو او هلکانو زده کوونکو پر مخ تړلې دي.

 

ټیګونه