Mar 23, 2022 14:41 Asia/Kabul

په افغانستان کې د لرغونو او تاریخي اثارو غلا او قاچاق کومه نوې خبره نه ده بلکې تر دې وړاندې هم په زیاته اندازه لرغونې او تاریخي اثار غلا شوي او له هیواده دباندې قاچاق شوي دي.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د ننګرهار ولرایت امنیتي چارواکو  له دغو عملیاتو وروسته دا  لرغوني اثار، د اطلاعاتواو کلتور ادارې ته دساتنې په موخه وسپارل

دننګرهارولایت  د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر قاري نورمحمد حنیف وائي د ننګرهار  د امنیې قوماندانۍ موظفینو په دې ولایت کې یوڅلویښت قلمه لرغونې اثار چې په قاچاقي توګه له هیواده دباندې لیږدول کیدل ونیول. نوموړي وویل په دې اثاروکې له سپینو زرو او فلزاتو جوړ د میرمنو لرغوني زینتي توکي، اوسپنیزې نیزې او دغه راز له مرَیو جوړې د ښځوغاړه کۍ او جامې شاملې دي. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتورریس وویل امنیې قوماندانۍ په رسمي ډول دغه لرغوني اثار داطلاعاتو او کلتور ادارې ته دساتنې په موخه وسپارل.

 نور تفصیلات ئې زمونږ  دخبریال په راپور کې په ګډه سره آورو . 

 

 

 

ټیګونه