Apr 14, 2022 05:47 Asia/Kabul

ګڼ شمیر افغان ښاریزو په کابل کې د ایران د سفارت په وړاندې د غونډې په ترسره کولو سره د ایران سفارت ګلباران او له دواړو ملتونو یې وغوښتل چی د دښمنانو د درز په وړاندې ځیر ووسی .

د ايران پرېس د رپوټ له مخې دغه غونډه د ځينو افغان ګوندونو او ولسي ډلو لخوا د کابل د ګڼ شمېر اوسېدونکي په شتون سره جوړه شوه.

ځينو ګډون کؤنکو د ايران پرېس له خبريال سره په خبرو کښې د ايران او افغان دوو ملتونو په خلاف د دښمنانو د دسيسې په وړاندې د هوښيارۍ په اهميت تاکيد وکړ.

په همدې لړ کښې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر نعيم الحق حقاني د تېر ګل په ورځ په هرات کښې د ايران د کنسولګرۍ او همدارنګ په کابل کښې د ايران د سفارت په وړاندې د يوې ناپېژندل شوې ډلې غونډېدل، ورباندې د کاڼو ورول، د ټائرونو سوزول او د پټو کېمرو ماتول يو خپل سره اقدام وبلۀ.

 

ټیګونه