Apr 24, 2022 12:41 Asia/Kabul

ایران پریس خبري اژانس وايي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د ترهګرو بریدونو د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د ایران د اسلامي جمهوریت نغدې او خوراکي مرستې وشوې .

په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د کابل په لویدیځ کښې د عبدالرحیم شهید د ښوونځي په شمول د پلازمینې کابل د ترهګرو بم چاودنو د وژل شویو کسانو خپلوانو ، ژوبلو کسانو او معلولانو کورنیو ته نغدې مرستې او دغه راز خوراکي شیان چې پکښې وړه ، وريژې او  غوړي شامل دي ډالۍ کړل .

د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د وروستیو ترهګرو بم چاودنو له کورنیو سره د ایران نغدې او خوراکي مرستې دوه میلیونه او اوه لکه افغانۍ اعلان شوي دي .

له دې مخکې په کابل کښې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي ویلي وو د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د خلکو په څنګ کښې ولاړ دی او د دغه هیواد ولس ته هر ډول مرستې ورکوي .

په ورستیو څو ورځو کښې د افغانستان په پلازمینې کابل کښې یوشمیر ترهګرې بم چاودنې شوي دي چې ګڼ شمیر کسان پکښې وژل شوي او ژوبل شوي دي .

د کابل په لویدیځ کښې د هزاره مسلمانانو په یوه ښوونځي کښې هم بم چاودنې تراوسه دیرش(۳۰) زده کونکي وژلي او له سلو(۱۰۰) زیات ژوبل کړي دي .

 

ټیګونه