May 15, 2022 04:36 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي د طالبانو دچارواکو پر وینا چې له دې لوبو څخه یې موخه د کرکټ په برخه کې دځوانو استعدادونو رابرسیره کول دي.

په ننګرهار کې د کرکټ بورډ مشر نعمت علم وایي په دې سیالیو کې د ننګرهار ولایت د شپږو خصوصي او یو دولتي پوهنتون څخه د کرکټ اته لوبډلې برخه لري چې دا لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوي او هره لوبډله به په خپل ګروپ کې درې لوبې ترسره کوي .

 د نوموړي پر وینا دا لوبې به د روانې مې میاشتې تر یوویشتمې دوام وکړي.

 د ننګرهار د کرکټ بورډ مشر نعمت عالم وایي د دې لوبو له پیلولو څخه یې موخه چې د ننګرهار ولایت د غازي امان الله خان د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي د کرکټ په برخه کې د نویو استعدادونو رابرسیره کول او کورني کرکټ ته وده ورکول دي. نعمت عالم وویل په افغانستان کې خواوشاه یوسلو څلویښت خصوصي او تر څلویښتو پورې دولتي پوهنتونونه موجود دي چې پر وینا یې تر ډیره د کرکټ په برخه کې استعدادونه له همدوې سره دي او که دوې دکرکټ همدا ډول لوبې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړي نو نه یوازې داچې زموږ کورنی کرکټ به پیاوړی شي بلکې موږ به د کرکټ ملي لوبډلې او دغه راز دځوانانو الف لوبډلې ته وړ لوبغاړي ومومو.

ننګرهار د هیواد په کچه هغه ولایت دی چې  کرکټ استعدادونه او مینه وال پکې د نورو سیمو په پرتله زیات دي د همدې امله یې د هیواد ملي او دځوانانو لوبډلو ته دکرکټ د نړیوال ستوري راشد ارمان په څیر استعدادونه ورپیژندلي دي.

 

ټیګونه