May 19, 2022 14:59 Asia/Kabul
  • ننګرهارکې به تر دوه زرو زیاتې ښځینه ښوونکی وګومارل شي

زمونږ خبریال وايي د طالبانو چارواکي وایي دنویو ښوونکو د ګومارنې په موخه یې د نوم لیکنې پروسه پېل کړې ده.

د ننګرهار د پوهنې ریس مفتي حبیب حضرت حقاني وایي د طالبانو موقت حکومت د پوهنې وزارت له لورې ننګرهار پوهنې ریاست ته د ښوونکو څلور زره او یوپنځوش تش پوسټونه  ورکول شوي چې دوه زره دوه سوه اوه اویا یی میرمنو ته ځانګړې شویدي.

 د ننګرهار د پوهنې ریس وویل د نوم لیکنې دا پروسه د جلااباد ښار او دوه ویشت ولسوالیو په څلور څلویښت مرکزونو کې روانه ده چې د جوزا میاشتې تر اتمې نیټې پورې به دوام وکړي.

 نوموړي وویل د میرمنو لپاره د نوم لیکنې ځانګړې مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.

مفتي حبیب حضرت حقاني وویل د نوم لیکنې د پروسې له پای وروسته به د یوې واکمنې کمیټې له لورې د نوم لیکنې په مرکزونو کې تر لاسه شوي اسنادو څیړنه تر سره او په شرایطو برابرو کسانو نوملړ به چمتو او دازادې سیالۍ ازموینه به د اړوندو ادارو د واکمنو استازو پر وړاندې ترسره شي.

 نوموړي خلکو او په ځانګړې توګه د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې دا ټوله پروسه به له پېل نه تر پایه په خورا شفافه توګه ترسره او هیڅ ډوا لاسوهنې ته به پکې ځای ورنکړل شي.

دا په تېرو لسو کالو کې لومړی ځل دی چې ننګرهار ته په دومره شمیر کې د ښوونکو د ګومارنې پوسټونه  ورکول کیږي.

په ننګرهار کې دا مهال تر اته سوه پنځوس زرو زیات هلکان او نجونې زده کوونکې په څه باندې نهه سوه ښوونځیوکې پر زده کړو بوخت دي چې دزده کړو بهیر یې د خواوشاه پنځلس زره ښوونکو له لورې چې یو زروپنځه سوه یې میرمنې دې پر مخ بیول کیږي. د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې اوسمهال هرو اتیا تنو زده کوونکو ته یو ښوونکی موجود دی چې د دې شمیر ښوونکو په ګومارنې سره به د ښوونکو کمښت ستونزه تر ډیره بریده راکمه شي .

 

ټیګونه