May 21, 2022 11:36 Asia/Kabul
  • په فارياب ولايت کښې د خوړو په وړاندې

په فاریاب کښې د "غنمو لپاره کار" پروګرام کښې ۲۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغاستان د  فارياب د کرنې رياست چارواکي وايي، چې د "غنمو لپاره کار" پروګرام د دغه ولايت په ۱۷ ولسواليو کښې ۲۲ زره کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

عزت الله نورانی؛ د فاریاب د کرنې او اوبو لګولو رئیس نن آوا ته وویل: د کرنې وزارت له خوا د غنمو په وړاندې د کار په پروګرام کښې ۲۲ زره کسان  په ۱۷ ولسوالیو او میمنې ښار کې په دندو ګومارل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه پروګرام په تېرو دريو ورځو کښې په فارياب کښې شروع شوے ، چې مقصد يې په ټولنه کښې د بېوزلۍ کمول دي.

د فارياب د کرنې او اوبو لګولو رييس ټينګار وکړ چې د دغه پروګرام په ترڅ کې به کرنيز کانالونه، ويالې، سړکونه پاک شي او غاړو ته به سړکونه ورغول شي.

هغه زیاته کړه، کارګران هره ورځ د پنځو کاري ساعتونو لپاره ۱۰،۵ کیلو ګرامه غنم ترلاسه کوي او دغه پروګرام به په فاریاب ولایت کښې لس ورځې دوام وکړي.

تر دې مخکې په ټول هېواد کې د "غنمو لپاره کار" پروګرام پیل شوے و، چې زرګونه کسانو د کار په بدل کې غنم ترلاسه کول.

په افغانستان باندې د طالبانو له تسلط او له لويديځو بانکونو سره د دغه هېواد د شتمنيو له بلاکېدو وروسته د دغه هېواد په مختلفو سيمو فقر او بې روزګاري زياته شوې ده. په همدې وجه طالب حکومت د غنمو په وړاندې د کار يا خوراک د پلان په اجرا کولو سره په زياترو ولايتونو کښې د فقر او بې روزګارۍ د کمولو کوشش کوي.

 

ټیګونه