May 21, 2022 14:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ازادۍ تحریک ډله او په هیواد کښې د جنایت دوام :-

د افغانستان د ازادۍ په نوم ډلې په بلخ ولایت کښې د مزارشریف په څلورمې امنیتې حوزې کښې د بم چاودنې مسئولیت پرغاړه واخیست .

دغه ډلې چې ځان د طالبانو مخالفه ګڼي وویل په دغه بم چاودنې کښې اولس طالبان وژل شوي او دولس نور ژوبل شوي دي خو طالبانو یوازې د خپلو دریو کسانو ژوبله تائید کړي ده .

د افغانستان د ازادۍ د تحریک په نوم د ډلې د ماهیت او د هغې د جوړونکو کسانو په هکله چې واک ته د طالبانو له بیا رسیدا وروسته یې د دغه ډلې د مخالفې ډلې په توګه خپل موجودیت اعلان کړ دقیق اطلاعات نشته .

خو بم چاودنو او د افغانستان د خلکو وژلو ته مخه کول ډیر اندیښمونکی کار  دی ځکه ښودنه کوي چې دغه هیواد د ناپیژاندو ډلو لخوا د وینې تویولو او د جنایت نوي څرخې ته د ورننوتلو په حال کښې دی کومې چې د طالبانو د مخالفو ډلو په نوم سره د ځان د څرګندولو ښودنه کوي .

دا په دې معنا دي چې د افغانستان خلک هماغه راز د داسې ډلو د تمو او د مقام غوښتنو قرباني دي چې کوشش کوي د خلکو د وژلو له لارې په اصطلاح په افغانستان کښې د ځان لپاره یو ځاې رامینځته کړي .

په دې سربیره تاوتریخوالي غواړي ډلې له کورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالو ټولنو څخه د مالي مرستو د جذبولو هڅه کوي کومې چې هیڅکله په افغانستان کښې د ارامښت او د ثبات د ټینګیدا غوښتونکي نه دي .

د افغانستان د مسائیلو کارپيژاند محمد شریفي نیا په دې هکله وايي :ترهګرې ډلې او د نشه ییزو موادو ،  د انسان او د وسلو د قاچاق په شمول د قاچاق مافیا ډلې هیڅکله په افغانستان کښې د ثبات او د امنیت د ټینګیدا غوښتونکي نه دي .

ځکه چې دا ډول حالت رامینځته کیدل په افغانستان کښې د دوې د جنایتکارانه فعالیت د دوام خنډ کیږي .

د ترهګرو او د ملیشا ډلو لخوا په افغانستان کښې د خونړیو  جنایتونو دوام چې ځانونه د طالبانو مخالفان معرفي کوي په داسې حال کښې دی چې د افغانستان خلک له جنګ ، ناامنۍ ، ټرور او تاوتریخوالي څخه ستړي شوي دي او د سولې ، د ثبات ، د امنیت او د ارامښت غوښتونکي دي .

په دغو شرایطو کښې طالبانو ډله چې کابو نهه میاشتې مخکې بیا په افغانستان کښې واک ته ورسیدله د دغه هیواد د خلکو د امنیت مسئوله ده .

د داعش ډلې لخوا په تیرو میاشتو کښې د خونړیو حملو دوام ښودنه کوي چې طالبان له ترهګرو سره د مقابلې لپاره ضروري وس نلري .

په عین حال کښې د طالبانو مخالفې ډلې چې د ګرمې د موسم په پیلیدا سره احتمال شته خپلې حملې پیل کړي د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو او په قدرت کښې د طالبانو د انحصار غوښتنې د ختمیدا غوښتونکي دي .

د افغانستان د مسائیلو کارپیژاند اسماعیل باقري په دې هکله وايي : د پراخ بنسټه حکومت له جوړولو سره د طالبانو مخالفت ، د طالبانو مخالفې ډلې څنګ ته کړي دي او د ملیشا ډلو په جوړولو سره چې په خورا توګه جنایتکارانه هدفونه تعقیبوي په افغانستان کښې بې ثباتۍ او ناامنۍ ته د لمن وهلو په حال کښې دي چې له دې لارې خپلو هدفونو ته ورسیږي .

په هر حال په مزارشریف ښار کښې په خونړۍ بم چاودنې سره د افغانستان د ازادۍ په نوم د ډلې د شتون اعلانول د طالبانو لپاره دغه روښانه پیغام لري که چیرې د افغانستان په سیاسي ډګر کښې خپلې اوسنۍ رویې ته دوام ورکړي نو خپل مخالفان به په لاسونو کښې د وسلو اخیستلو په لور وکاږي چې په دې بڼه کښې به د حالاتو کنټرولول ډیر مشکل وي .

پر دې اساس د پراخ بنسټه حکومت په چوکاټ کښې د ټولو سیاسي، قومي او د مذهبي ډلو د جذبولو لپاره هڅه نه یوازې په افغانستان کښې د ملي روحیې له پیاوړي کیدا سره مرسته کولای شي بلکې  د هر ډول ملیشا ډلې د راڅرګندیدا او د  رامینځته کیدا زمینه او فرصت به له مینځ یوسي .

 

ټیګونه