May 21, 2022 15:20 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي دافغانستان له روغتیا یي څانګې سره نړېوال بانک (۱۵۰) میلیون ډالره مرسته کړې.

د دې هیواد دعامې روغتیا وزارت وايي چې یاده مرسته به د ساري ناروغیو، د کارکوونکو معاشونو ،  د روزنې ورکولو او د درملو او روغتیايي توکو برابرولو په برخو کې ولګول شي.

د راپورونه له مخې د یادې مرستې ژمنه د روان میلادي‌ کال په فبرورۍ میاشت کې په جنېوا کنفرانس کې وشوه.

د جینوا په ناسته کې د بریتانیا، جرمني ، سره صلیب ، سویس او د روغتیا نړیوال سازمان استازو هم برخه اخیسته وه.

د پورتنیو هیوادونو له ډلې څخه یوازې دا سویس هیواد و  چې څه موده مخکې یې اعلان وکړ چې له افغانستان سره به په روغتیایي برخه کې لس میلونه ډالر مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده چې تر دې شاوخوا لس ورځې وړاندې افغانستان ته د (۳۲) میلیونو امریکايي ډالرو بشري مرسته را ورسیده چې دافغانستان بانک  له لورې له قانوني او اصولي لارو څخه د اسعارو د واردېدو هرکلی وشو او د نړیوالې ټولنې له خوا څخه د بشري مرستو د مننې ترڅنګ غوښتنه هم شوې وه چې په نورو مالي او بانکي برخو کې هم له افغانستان بانک سره غوره او ښې بانکي اړیکې ولري.

 

ټیګونه