طالبان د حکومتولۍ کوم پروګرام نه لري
مېرمن لاینز د خپلو پخوانيو څرګندونو له تکرار سره یو ځل بیا ويلي چې طالبان د نړۍ پر مخ يوازيني حاکمان دي چې نجونې زده کړو ته نه پریږدي. طالبانو د نوموړې دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ديبورا لاينز وايي، چې طالبان تر اوسه د افغانستان د چارو مدیریت او اقتصادي مسایلو ته کوم پروګرام نه لري.
نوموړې په دې اړه له طالب مشرانو سره د تعامل او خبرو په دوام ټينګار کړی، څو په خبره یې وپوهیږي چې طالبان څه غواړي او څنګه ګډ کار ورسره کیدای شي.
مېرمن لاینز د خپلو پخوانيو څرګندونو له تکرار سره یو ځل بیا ويلي چې طالبان د نړۍ پر مخ يوازيني حاکمان دي چې نجونې زده کړو ته نه پریږدي.
طالبانو د نوموړې دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
پر طالبانو د ډېرو منتقدینو او افغانانو نیوکه همدا ده، چې خپله د حکومتولۍ په چارو نه پوهیږي او حتی غیر سیاسي مسلکي خلکو ته غوږ نه ږدي، چې د حکومتولۍ په اړوندو چارو یې وپوهوي.
د منتقدینو په باور، د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان اداري نظام او جوړښتونه یې د پاشتليا په حال کې دي.
دوی د دغې پاشتليا اصلي دلیل د طالبانو له لوري د واک انحصار او بشپړه ملا واکي ګڼي.
طالبان بيا خپل حکومت ټول ګډونه او له مسلکي ظرفیتونو جوړ بولي.