ملا دلاور افغانستان ته د افغان شخصیتونو د ستنیدو لایحه اعلان کړه
May 22, 2022 07:22 Asia/Kabul
د هغه په وینا، د طالبانو حکومت به د ستنیدونکو افغان شخصیتونو مشروع غوښتنو ته ځواب ووايي.
له افغان شخصیتونو سره د اړيکو او هېواد ته د بیرته ستنیدو په اړه یې د طالبانو کمیسیون خپله کاري تګلاره اعلان کړه.
د دغه کمیسیون رییس او د طالبانو د معادن او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور په دې اړه جوړه شوې خبري ناسته کې وويل، چې راستنيدونکو افغان شخصیتونو ته د امنيتي خونديتوب تر څنګ ځینې امتیازات هم ورکول کېږي.
د هغه په وینا، د طالبانو حکومت به د ستنیدونکو افغان شخصیتونو مشروع غوښتنو ته ځواب ووايي.
هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.
مخکې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي ویلي وو، چې افغان سیاستوال او پخواني چارواکي بیرته هېواد ته ستنیدای شي، خو د وزارتونو او نورو لوړو څوکيو تمه دې نه کوي.