ننګرهار کښې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین وهل کیږي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهارکې چارواکي وایي تر یو ملیون زیات له پنځو کالو کم عمر لرونکو کوچنیانو ته به د ګوزن ناروغۍ واکسینونه ورکړل شي.
د چارواکو پر وینا د واکسینونو دا کمپاین به د نورو کمپاینونو په پرتله اغیزناک او کور په کور وي .
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ادارې یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د رسنیو استازو سره په یوه ګډه ناسته کې وویل په پام کې ده ددوشنبې په ورځ د غبرګولې پر دویمه په ختیځه حوزه کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پېل او د درې ورځو په موده کې په ختیزه حوزه کې یو اعشاریه دوه ملیونه له پنځو کالوڅخه دکم عمر لرونکي کوچنیانو ته د ګوزڼ ناروغۍ واکسین ورکړل شي.
د هغه پر وینا له دې جملې یوازې اته سوه زره یې په ننګرهار ولایت کې دي.
د یونیسف ادارې دغه چارواکي وویل دا کمپاین یوه ورځ وروسته له هغه پیلیږي چې دننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند په دامان سیمه کې له اوبو څخه په اخیستل شوې نمونه کې دګوزڼ ناروغۍ مثبتې نښې لیدل شوي.
د ده پروینا د ګوزڼ ناروغۍ دا مثبتې نښې د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې د څه وخت وړاندې مثبتې پېښې سره تړاو لري چې دکندوز پېښې تړاو بیا هغه مهال له ګاونډی هیواد پاکستان سره ښودل شوی و.
یاد چارواکي اندیښنه وښوده چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د دامان په اوبو کې د ګوزڼ ناروغۍ مثبته پیښه که څه هم چې تر اوسه کوچنیانو ته نه ده رسیدلی خو د سیمې او ددې وژونکې ناروغۍ د پراختیا لپاره دخطر زنګ بلل کیدای شي.
یاد چارواکي وویل د ننګرهارله والي سره تر ګډې ناستې وروسته پریکړه شوې چې د واکسینو دا کمپاین به د جوماتونو پر ځای کور په کور او دروازه په دروازه وي چې هیڅ په شرایطو برابر کوچنی به له واکسینو بې برخې پاتې نه شي.
د هغه پر وینا پر نارینه و سربیره یې یوسلو شپیته تنه میرمنې هم د کمپاین له پېل څخه وړاندې له کورنیو سره د عامه پوهاوي په موخه ګومارلي چې پر وینا یې ورسره به د واکسینو د کمپاین اغیزمنتیا نوره هم زیاته شي.
د نړۍ په کچه افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې لا هم پکې د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پیښې موجودي دي چې په دغو هیوادونوکې به یې بشپړه له منځه وړنه نور وخت ته هم اړتیا ولري.