May 23, 2022 06:07 Asia/Kabul
  • احمد مسعود په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت په جوړیدو ټینګار کړی

احمد مسعود وویل چې د طالبانو د حکومت له خوا د (ظلم) د دوام په بڼه کښې به یې جبهه له جنګه لاس وانخلي

د جهادي قومندان د ارواښاد قومندان او په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د مخالف شخصیت احمد شاه مسعود زوي احمد مسعود د ول شموله حکومت جوړیدل په دغه هیواد کښې د دایمي صلحې د ټینګیدو یوازنۍ لاره وبلله

احمد مسعود ټینګار کړی، هر کله چې د طالبانو په حکومت کښې د افغانستان د ټولنې ټولې پرګنې او ګوندونه شتون ولري، هغه وخت په هیواد کښې صلحه او پخلاینه راتلی شي.

د طالبانو د حکومت دغه مخالف قومندان وویل چې د طالبانو د حکومت له خوا د (ظلم) د دوام په بڼه کښې به یې جبهه له جنګه لاس وانخلي.

هغه د افغان میرمنو او نجونو زده کړې او نورو حقوقو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: طالبان باید د افغانستان د خلکو د ټولو حقوقو احترام وکړي.

په عین حال کښې په پنجشیر ولایت کښې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کښې د طالبانو او د احمد مسعود د ځواکونو ترمینځ نښتې کښې له دیرشو زیات طالبان وژل شوي دي.

 

 

ټیګونه