د افغانستان د لویې جرګې د جوړېدو کمیسیون ټاکل شوی
مخکې یو شمېر افغان سیاستوالو له طالبانو غوښتي وو، چې لویه جرګه جوړه او د افغانستان د ستونزو د حل او پریکړو لپاره ملت ته مراجعه وکړي.
د طالبانو د واکمنۍ ځینو سرچینو رسنيو ته ويلي، چې د هېواد د وضعيت په اړه یې د لوېې جرګې د جوړولو کمیسیون ټاکلی.
د طالبانو د معادن او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور، چې له افغاني شخصیتونو سره د دوی د اړیکو او بیرته راستنیدو کمیسیون مشرې هم کوي، د دغې جرګې په اړه ويلي، چې د خلکو استازي او سیاسي څېرې به ورته وبلل شي.
نوموړي زياته کړې: یوه لویه جرګه به وبلل شي، چې ټول افغانان به پکې شامل وي. هغه افغانان، چې په سوله، امنيت او د نظام ټینګښت او د افغانستان په پرمختګ کې اغېز ولري، دوی ټول به پکې ګډون ولري
د طالبانو واکمنۍ د دغې جرګې، چې مخکې ېې د « لوېې غونډې» په نوم ورڅخه يادونه کړې، د کره نېټې په اړه څه نه دي ويلي.
مخکې یو شمېر افغان سیاستوالو له طالبانو غوښتي وو، چې لویه جرګه جوړه او د افغانستان د ستونزو د حل او پریکړو لپاره ملت ته مراجعه وکړي.
اوس د دغې جرګې او د طالبانو د نیت په اړه د شکونو خبرې شوي او د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشېر د مقاومت ډلې په ګډون ځینو لوریو د دغې بلل شوې لوېې جرګې مخالفت کړی دی.