May 24, 2022 12:45 Asia/Kabul
  • افغانستان او تاجیکستان ترمینځ  شیرخان بندر پرانیستل شو

طالب چارواکو ويلي چې تاجيکستاني چارواکي له دې وروسته د افغانستان د ويزو له تر لاسه کولو سره افغانستان ته راشي او سوداګريزه راکړه ورکړه ولري.

 

په کندوز کې ځايي چارواکو د افغانستان- تاجيکستان تر منځ د ‌شېرخان بندر د بیرته پرانیستلو خبر ورکړی.

 د دوی په وینا، دا تجارتي بندر له څه باندې دوه اونۍ تړل کیدو څخه وروسته د دواړو هېوادونو د ګمرکي چارواکو د مذاکراتو په پایله کې د سوداګرو او مالونو پر مخ یې پرانیستل شوی.

 طالب چارواکو ويلي چې تاجيکستاني چارواکي له دې وروسته د افغانستان د ويزو له تر لاسه کولو سره افغانستان ته راشي او سوداګريزه راکړه ورکړه ولري.

د یادونې وړ ده، چې یاد شوی بندر د طالبانو او تاجيکستاني چارواکو د ځینو اختلافاتو له کبله تړل شوی و.

تاجیکستان او طالبان ښې اړيکې نه سره لري، ځکه دغه هېواد د طالبانو په خلاف د پنجشېر د مقاومت ډلې یو شمېر مشرانو ته پناه ورکړې ده.

 

ټیګونه