افغانستان د پرمختګ لپاره توانمنۍ لري
د افغانستان رسنۍ د هیواد د ډول ډول بالقوا په بیانولو سره د اسیا د زړه او د امنه او د باثباته هیواد په توګه د افغانسان امتیازونه او وسونه مهم وبلل.
خامه پریس خبري اژانس پرون په یوه راپور کښې وویل افغانستان بیلابیلو هیوادونو ته د ورننوتلو لپاره دروازه ده په دې ډول چې مرکزي اسیا د تاجیکستان، ترکمنستان ، د ازبکستان او جنوبي اسیا له پاکستان ، مینځني ختیځ او ایران سره وصلوي.
دغه رسنۍ د سیمې د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا او غوړیدا لپاره په افغانستان کښې د سولې او د ثبات په مهم بللو سره وویل افغانستان شپیته میلیونه ټنه مس ، دوه اعشاریه دوه میلیونه ټنه سنګ اهن یعني ایرین اورې او یواعشاریه څلور میلیونه ټنه نور تر ځمکې لاندې ذخایر لري چې له هغو مناسبه استفاده د هیواد د پرمختګ او د پراختیا لپاره لاره هوارولی شي.
خامه پریس خبري اژانس وايي د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره تر ټولو ښه حل لاره د افغانستان له اقتصادي او انساني کړکیچ سره د مقابلې لپاره د سیمې له هیوادونو سره د افغانستان د تجارت او د ارتباط زیاتول دي.